په ميدان وردګ ولايت کې څلورو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۴:۵۱
په ميدان وردګ ولايت کې څلورو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت جلريز ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې څلورو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ په ۹/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې د متهمينو له ډلې دوه تنه پر دوه ـ دوه کاله تنفيذي بند او ۲۵ ـ ۲۵ دُرو، درېيم متهم پر درې کاله او شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۲۵ دُرو او څلورم متهم پر دوه کاله او اته مياشتې تنفيذي بند او ۲۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د یادې ولسوالۍ ابتدائيه محکمې رئیس مفتي رحمت الله (نعماني) او د يو شمېر نورو امارتي ادارو استازو د تعزیري سزا د تطبيق پر اهميت، ارزښت او ګټو هر اړخيزې ويناوې وکړې.
غونډه د تعزیري سزا له تطبيق وروسته د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵). . .

بیا په خبرونو کی