د ننګرهار ولايت مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي او مسلکي محررينو ته يو ورځنی سمينار ورکړل شو 

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۱:۵۴
د ننګرهار ولايت مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي او مسلکي محررينو ته يو ورځنی سمينار ورکړل شو 

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبدالشکور (رشاد آخندزاده)  په مشرۍ د يادې محکمې او ښاري ابتدائيه محکمې قضائي او مسلکي محررینو ته، په  ۱۴۴۶/۷/۲۱ هـ ق نېټه یو ورځنی سمینار ورکړل شو. 
د سیمینار په پيل کې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې يې د قضاء پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې وویل، قضاء یو دروند مسؤولیت دی، په هېڅ صورت باید غفلت او بې احتیاطي په کې ونشي.
ورپسې يې ګډونوالو ته د فیصلې لیکلو لارښود تشرېح کړ، ترڅو په ښه ډول تطبیق شي، محررین يې خپلو اړوند دندو ته متوجه کړل  چې د دنیوي او اخروي مسؤولیت په پام کې نیولو سره خپل کارونه په اخلاص، رښتينولۍ او ایماندارۍ ترسره کړي.
په پای کې يې د محاکمو مسؤولینو ته په خطاب کې وویل، له مراجعینو سره غوره چلند وکړئ، دوسیو ته په شفاف ډول رسېدنه وکړئ، فیصلې يې مه ځنډوئ، د خپلو آمرینو اطاعت کوئ، د یو او بل پر چارو کې مداخله مه کوئ، په رسمي وخت کې خپلو مسؤوليتونو ته ځانونه حاضر کړئ، کوم اصول او تعلیمات نامې چې محاکمو ته په واک کې ورکړل شوي، په سمه توګه عمل پرې وکړئ.
غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۴۴
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کندوز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي عبدالله (ذکي) په مشرۍ؛ چې مفتي بخت الله (مدني) او مولوي عبدالحلیم (مظهري) يې غړيتوب درلود؛ د روان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۲۹
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۷۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۵۶) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۴۷۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۵۶). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۵:۱۴
Background image

د سترې محکمې مرکزي ریاستونو او دېوانونو د رئیسانو، مفتیانو، محررینو او آمرینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د رئیسانو، مفتیانو، محررینو او آمرینو لپاره نن سه‌شنبه (۲/۷/۱۴۴۷هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې چې د سترې. . .

بیا په خبرونو کی