د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۲:۲
د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د قضائي چارو د پياوړتیا، د دوسیو د حل، دندو ته د پابندۍ، مفرزه قطعې درسونو او یو شمېر نورو قضائي او اداري موضوعاتو د بحث په موخه، په ۱۹/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو رئیسانو په ګډون غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې مرافعه محکمې رئيس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، زیاته يې کړه، د نن غونډه د قضائي چارو د پیاوړتیا او اړونده موضوعاتو په اړه ده.
ورپسې د قضائي چارو د لا تقویې او په دې برخه کې د شفافیت لوړولو په اړه هر اړخیز بحث وشو.
په یاده غونډه کې د عدلي او قضائي ادارو ترمنځ پر ښو اړيکو او لا ښې همغږۍ د ټينګار ترڅنګ، دوسیو ته د اصولو په رڼا کې پر ژر رسېدنې خبرې وشوې.
دغه راز په غونډه کې ټينګار وشو چې باید د عدالت اصل رعایت شي؛ د قضائي غړو او اداري کارکوونکو په حاضرۍ او نورو مهمو مواردو بحث او خبرې وشوې.
 غونډه د عاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

بیا په خبرونو کی