د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د (۳۴) ولایتونو د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي او د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه وشوه 

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۲:۱۳
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د (۳۴) ولایتونو د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي او د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه وشوه 

د سترې محکمې عالي مقام د حکم په اساس د قضائي تفتيش عمومي رياست د قضائي غړي محترم مولوي سیف الله (ذاکر) په مشرۍ د قضائي تفتیش عمومي ریاست او د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست ګډ پنځه کسیز پلاوي چې د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان حاجي حافظ حکمت الله (آغا ذهین) او د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو قوماندان الحاج مولوي عبدالله (عزام) یې غړیتوب درلود، د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د محرم الحرام د میاشتې په لومړۍ نېټه د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو او د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه پیل کړه.
یاد پلاوي د خپلو سفرو په جریان کې د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو او د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو د مرافعه، نظامي او ښاري ابتدائیه محاکمو د عمومي رئیسانو او مجاهدینو ترمنځ د همغږۍ او یووالي د لا ټینګښت په پار دوی ته هر اړخیزې او تفصیلي خبرې وکړې او مجاهدین یې اطاعت ته را وبلل، د وسلو د ثبت له کتابونو او اړوند ډیټابیس او نورو لازمو مواردو څخه یې څارنه او لیدنه وکړه.
دغه راز یاد پلاوي مجاهدینو ته د صورت او سیرت د اصلاح ، پر نبوي سنتو د ځان برابرولو، يووالي او ورورولۍ د ټينګښت، خپلو دندو ته د پاملرنې او پر وخت رسېدنې په برخه کې د لازمو لارښوونو او سپارښتنو تر څنګ مجاهدین د امیرانو اطاعت، د علماء کرامو قدردانۍ، له مراجعینو سره نېک چلند، له وخت څخه سالمې استفادې، کار اهل ته سپارلو او امانتدارۍ ته وهڅول.
د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي د محاکمو له رئیسانو او اړونده امنیتي قوماندانانو سره د دوی د ستونزو د اورېدو په موخه انفرادي او مشترکې ناستې ترسره کړې.
یاد سفر د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د ربیع الأول میاشتې په ۲۷ نېټه په داسې حال کې چې له لاسته راوړنو ډک و؛ پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲۴
Background image

په فراه ولايت کې (۱۴) متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۴) کسانو ته د لواطت په تور؛ په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۴۸
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۸۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۱۰ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۵۸۵) دوسيو ته پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په کابل ولايت کې څلورو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په جرمونو، په ۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابت. . .

بیا په خبرونو کی