د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۲۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر (۱/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۲۸) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د کندهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې په يوه مياشت کې (۱۷۶) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۵۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۱۱۸) دوسیې فیصله شوې دي.
په جزائي برخه کې:
د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۲۵۲) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۹۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۱۶۰) دوسیې فیصله شوې دي.
