د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۹۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره (۳۰۵) وثیقې اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۳:۴۹
د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۹۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره (۳۰۵) وثیقې اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې، اختصاصي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۳/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۹۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۵) وثيقې يې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې: 
په حقوقي برخه کې د (۱۴۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
په جزائي برخه کې: 
په جزائي برخه کې د (۳۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۴) دوسیې فیصله شوې، (۱۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۰۵) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۲۱
Background image

په روزګان ولايت کې څلورو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې څلورو کسانو ته له کور او محبس څخه د تېښتې په جرم او غلا په تور، نن شنبه (۱۸/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۵۶
Background image

په نیمروز ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د نیمروز ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته د غلا په تور؛ په ۱۶/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاد مجرم په درې کاله تنفيذي بند او ۳۰. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۷
Background image

د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۸۳۴) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱/۸/۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/۸/۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په. . .

بیا په خبرونو کی