د کابل ښار د اسنادو او وثایقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۴۸۹) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۱:۲۳
د کابل ښار د اسنادو او وثایقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۴۸۹) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د اسنادو او وثایقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۱۴۸۹) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
۱- د اسنادو او وثایقو د ثبت لومړۍ حوزه:
د اسنادو او وثایقو د ثبت لومړۍ حوزې په دوو اونيو کې (۱۸۳) نکاح خطونه، (۲۸) زوجيت خط او (۷۹) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۲- د اسنادو او وثایقو د ثبت دویمه حوزه:
 د اسنادو او وثایقو د ثبت دویمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۳۱) نکاح خطونه، (۱۳) زوجیت خطونه او (۷۸) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۳- د اسنادو او وثایقو د ثبت درېیمه حوزه:
د اسنادو او وثایقو د ثبت درېیمې حوزې په دوو اونيو کې (۹۶) نکاح خطونه، (۱۵) زوجيت خطونه او (۸۱) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۴- د اسنادو او وثایقو د ثبت څلورمه حوزه:
د اسنادو او وثایقو د ثبت څلورمې حوزې په دوو اونيو کې (۷۶) نکاح خطونه، (۷) زوجیت خطونه او (۵۷) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۵- د اسنادو او وثایقو د ثبت پنځمه حوزه:
د اسنادو او وثایقو د ثبت پنځمې حوزې په دوو اونيو کې (۲۸۵) نکاح خطونه، (۲۰) زوجیت خطونه او (۵۲) نورې بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي.
۶- د اسنادو او وثایقو د ثبت شپږمه حوزه:
د اسنادو او وثایقو د ثبت شپږمې حوزې په دوو اونيو کې (۲۳۶) نکاح خطونه، (۱۴) زوجيت خطونه او (۳۸) نورې بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۵۶
Background image

په نیمروز ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د نیمروز ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته د غلا په تور؛ په ۱۶/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاد مجرم په درې کاله تنفيذي بند او ۳۰. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۷
Background image

د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۸۳۴) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱/۸/۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/۸/۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۳
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۴۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۲۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۴/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶ /۹ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۴۵) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی