لغمان ولايت کې درېيو مجرمينو او يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۵:۳۹
لغمان ولايت کې درېيو مجرمينو او يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائيه محکمې د جزا او عامه امنيت دېوانونو د پرېکړو په اساس؛ يو کس ته د غلا په تور، د دوو ښځو په ګډون درېيو مجرمينو ته د نامشروع اړيکو او له کوره د تېښتې په جرم نن چهارشنبه (د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربيع الثاني میاشتې په ۱۳ مه نېټه) په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

يادو دېوانونو يو متهم پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا، لومړۍ مجرمه پر درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا، دويمه مجرمه پر شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا او درېيم مجرم پر درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.

ياد حکمونه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو او متهم تطبيق شول.

د تعزیري سزا د تطبيق په موخه جوړه شوې غونډه کې امارتي مسؤولينو، علماء کرامو، مراجعينو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.

یادې غونډې ته د لغمان ولايت د مرافعه محکمې رئيس او د والي مرستيال مولوي اختر محمد مزمل د حدودو او تعزیراتو پر اهميت هر اړخيزې ویناوې وکړې.

غونډه پر مجرمينو او متهم د تعزیري سزا له تطبيق وروسته د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی