د سترې محکمې اداري معاون د یوه پلاوي په مشرۍ د هیواد پنځو ولایتونو ته سفر وکړ

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۲ - ۱۴:۵۵
د سترې محکمې اداري معاون د یوه پلاوي په مشرۍ د هیواد پنځو ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک حقاني حفظه الله د سترې محکمې د نظامي محاکمو د معاون او د نظامي منسوبینو دیوان د رئیس محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب په ملتیا د قضائیه قوې اړوند چارو د چټکتیا او اغېزمنتوب رامنځته کولو په موخه د هیواد پنځو ولایتونو(لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني) ته سفر وکړ.

د سترې محکمې اداري معاون او ورسره مل پلاوي یادو ولایتونو ته د دغه سفر پر مهال چې په ۵/۲/۱۴۴۴ هـ ق نېټه پیل او تر۱۱/۲/۱۴۴۴ هـ ق  نېټې یې دوام درلود، د ولایتونو د استیناف او ښاري محاکمو له رئیسانو، قضائي کارکوونکو او نورو ولایتي ادارو له مسوولینو سره وکتل.

محترم شیخ عبدالمالک حقاني صاحب له یادو مسوولینو سره د لیدنې پر مهال د اړوند مهمو قضائي موضوعاتو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

دغه راز د سترې محکمې اداري معاون او ورسره مل پلاوي د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان په اساس له علماوو سره تر مشورې وروسته په یاد هر ولایت کې د نوې جوړې شوې محکمې لپاره دوه ــ دوه جید علماء کرام د قاضي او مفتي محرر په توګه انتخاب کړل.

نوموړي د یادو ولایتونو د محاکمو د ښه انسجام لپاره اړوند مسوولینو ته لازمې توصیې وکړې او د موضوعاتو د حل او فصل په باره کې یې د شرعي اساساتو پر بنا د عاجلو اقداماتو غوښتنه وکړه.

په دې سربېره د سترې محکمې د اداري معاون په مشرۍ دغه پلاوي له د ولایتي محاکمو مسؤولینو ته سپارښتنه وکړه چې له مراجعینو سره ښه او بېطرفه چلند وکړي، د امنیت د لا ښه ټینګښت په برخه کې لازم تدابیر ونیول شول او د تعمیراتو تخنیکي وسایلو او انتقالي وسایلو په اړه معلومات ترلاسه شول.

باید وویل شي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې چې د سترې محکمې د عالي مقام لخوا تصویب شوی، د هیواد ډېری ولایتونو ته د محاکمو نوي تشکیلونه انتخاب شول، چې په هر ولایت کې به  دوه باصلاحیته متدین، امانتداره او ښه سابقه لرونکي جید علماء کرام ټاکل کېږي، تر څو د تېرې ادارې پر مهال شوې پرېکړې د شریعت په رڼا کې تر ښه غورلاندې ونیسي، که د شریعت د اصولو خلاف وې نقض او که د تایید وړ وې تایید یې کړي، له یادو دوو کسانو یو به د قاضي او دویم به د مفتي محرر په حیث ټاکل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

بیا په خبرونو کی