د غزني زون د نظامي محکمې لپاره نوی رئیس معرفي شو

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۳۰ - ۱۰:۳۳
د غزني زون د نظامي محکمې لپاره نوی رئیس معرفي شو

تېره پنجشنبه (۲۴/۳/۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د سترې محکمې یوه پلاوي د غزني ولایت د غونډو په تالار کې د غزني زون د نظامي محکمې نوی رئیس (مولوي سیدآغا) او د یادې محکمې قاضي (مولوي عبدالغفار ابوجمیل) د دغه ولایت نظامي او ملکي منسوبینو ته ور معرفي کړل.

د سترې محکمې دغه پلاوي چې په تشکیل کې یې محترم مولوي عبدالباقی صاحب او محترم مفتي حیات الله (ثابت) صاحب موجود وو د غزني زون د نظامي محکمې د نوي رئیس او قاضي تر معرفي وروسته دوی ته په خپلو چارو کې د موفقیت غوښتنه وکړه.

دیادونې وړ ده چې له دې مخکې محترم مولوي سيدآغا د کابل زون د نظامي محکمې د رئیس او محترم مولوي عبدالغفار (ابوجمیل) د غزني زون د نظامي محکمې د رئیس په حیث دنده ترسره کوله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښارې ابتدائیه محکمې دویم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۵۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۱۰ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی