د ننګرهار د حقوقو آمریت په رسمي توګه د دغه ولایت مرافعه محکمې ته انتقال شو

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۷ - ۹:۱۰
د ننګرهار د حقوقو آمریت په رسمي توګه د دغه ولایت مرافعه محکمې ته انتقال شو

د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان په ۲۲مه نېټه د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې د رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ د دغه ولایت د مقام د استازي سیدروح الله (پاچا) او د عدلیې ریاست د استازي نصیراحمد په ګډون د سترې محکمې عالي مقام د (2677) 11 /8 /1444 هـ ق ګڼه لیک مطابق د حقوقو امریت ټول مربوطه توکي او لوازم تر جدول او فهرست وروسته د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې ته انتقال شول.

مرافعه محکمې ته د حقوقو امریت تر لېږد وروسته د دې محکمې رئیس د حقوقو امرمحمد غیاث (عمرخیل) ته د مبارکۍ ترڅنګ په کارونو کې د شفافیت او چټکوالي هدایت وکړ.

دغه راز د ننګرهار ولایت د مقام استازي د ننګرهار مرافعه محکمې ریاست ته د حقوقو امریت د انتقال په موخه خپله خوښي څرګنده کړه، د حقوقو آمریت آمر د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې په کارونو کې به شفافیت او دولس په خدمت کې به خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۵۵
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۰۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۶) دوسيو ته پر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۴۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۲۲/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۴ /۷ / ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۴۴۹) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون د قضائي مرستيال محترم شیخ نور الله (منیر) په مشرۍ؛ په ۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست رئیس محترم مفتي شرف الدین (یاسیني)، د. . .

بیا په خبرونو کی