د سترې محکمې اړوند قضائي زده کړو عمومي ریاست کې قضائي سیمینار  جوړ شو

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۹:۵۱
د سترې محکمې اړوند قضائي زده کړو ریاست کې قضائي سیمینار  جوړ شو

د یکشنبې په ورځ (۲۷ /۱ /۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د سترې محکمې اړوند قضائي زده کړو ریاست کې د جدید التقرر قضاتو او مفتي صاحبانو او محرمینو د ظرفیت لوړونې په موخه قضائي  سیمینار جوړ شو.

په دغه سیمینار کې چې د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضاتو، مفتيانو او محررینو د قضائي ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی و، د کابل د ښاري محکمې او یاد ولایت اړوند نورو محاکمو جدیدالتقرر ۱۳۰ قضائي غړو ګډون درلود.

د دغه سیمینار ګډونوالو ته د مؤظفو استادانو او شیوخ کرامو لخوا د قضاء مسلک کې عملي او نظري روزنه ورکول کېږي.

د قضائي تعلیماتو ریاست عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن غزنوي صاحب وویل، په دغه سیمینار کې په مختلفو قضائي برخو کې  عملي او نظري درسونه ورکول کېږي، د سهار له اوو بجو نظري درسونه پیلېږي او له شپږو مسلسلو درسي ساعتونو وروسته غرمه ۱۲بجې پای ته رسېږي، د ماپښین د لمانځه له اداکولو وروسته عملي کار پیل کېږي چې تر ماښامه به دوام لري.

دغه راز د سیمینار ګډونوالو ته به ماخوستن د خپلمنځي مذاکرې لپاره وخت ورکول کېږي چې د شپې تر ۱۱ بجو دوام کوي.

د سیمینار یو تن ګډونوال مفتي عبدالرزاق صاحب د یاد سیمینار په اړه وویل،  د سیمینار یوه لویه فایده دا وي چې د محاکمو جدید التقرر قضائي غړي د قضاء مسلک اړوند عملي کارونه زده کوي چې بیا د دندي پر مهال ورته ډېرې اسانتیاوې رامنځته کوي.

دغه راز د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو ریاست مدقق مفتي سیدجمال آغا صاحب د یاد قضائي سیمینار له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او وویل: د سترې محکمې او د کابل د ښاري محکمې له څلورو محاکمو څخه جدید التقرر قضائي منسوبین دلته راجمع شوي دي، موږ د سترې محکمې له محترم مشرتابه څخه ډېر منندوی یو چې موږ ته یې داسې یو فرصت برابر کړی دی، ترڅو  د هغو ممکنه تېروتنو چې له موږ څخه به د عملي کار پر مهال پېښېږي مخنیوی وشي، دلته چې کوم قضائي منسوبین راغلي دي ټول ښه تاثرات لري او موږ له استادانو ډېر څه زده کړي دي او لا یې زده کوو.

د یادونې وړ ده چې دغه سیمینار به دوې برخې ولري، په لومړۍ برخه کې به د ښاري محکمې قضائي غړو ته د ۱۰ ورځو په جریان کې عملي او نظري  درسونه ورکړل شي، په دویمه برخه کې به د جدیدالتقرر قضائي غړو لپاره ۴۵ ورځې درسونه دوام ولري.

 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی