د خوست ولایت د مرافعه محکمې نوي ټاکل شوی رئیس د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي شو

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۱:۵۹
د خوست ولایت د مرافعه محکمې نوي ټاکل شوی رئیس د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي شو

د خوست ولایت د مرافعه محکمې لپاره نوی ټاکل شوی رئیس محترم شیخ امین الله (منیب) صاحب د یوې ناستې پر مهال د یاد ولایت د محاکمو او نورو ولایتي ادارو مسؤولینو ته معرفي او په رسمي ډول یې دنده پیل کړه.

د مرافعه محکمې د نوي رئیس د معرفت په موخه جوړه شوې ناسته چې د خوست ولایت مقام مرستیال ښاغلي مولوي محبوب شاه (قانت)، د علماوو شورا رئیس محترم شیخ صاحب انورحسین (حسیني)، د مرافعه محکمې مخکني رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي)، د مرافعه محکمې نوي رئیس محترم شیخ امین الله (منیب)، د مرافعه، ښاري او ولسوالیو محاکمو قضائي او اداري کارکوونکو، د امر بالمعروف رئیس، د دولایتي ادارو اړوند رئیسانو او دیني عالمانو ګډون کړی و، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د علماوو شورا رئیس محترم شیخ انور حسین (حسیني) د مرافعه محکمې نوي رئیس ته ښه راغلاست ووایه او د مخکیني رئیس له خدمتونو یې مننه وکړه.

نوموړي ډاډ ورکړ چې نوي رئیس سره به په ټولو شرعي امورو او فیصلو کې همکار وي.

دغه راز مرستیال والي ښاغلي مولوي محبوب شاه (قانت) وویل چې زموږ د شهیدانو ارمان دا و او قربانۍ یې د همدې لپاره ورکړې ترڅو خپلو خلکو لپاره شرعي نظام رامنځته او ټولې فیصلې د شریعت په رڼا کې ترسره شي.

د خوست ولایت د مرافعې محکمې مخکني رئیس محترم خلیفه صاحب محبوب الرحمن (نقشبندي) وویل، په دغه ولایت کې د خپل مسؤولیت پر مهال د فساد د مخنیوي، د کارونو د چټکتیا، اداري اصلاحاتو او د قاضي صاحبانو د وړتیا لوړونې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د مرافعه محکمې نوي رئیس محترم شېخ امین الله (منیب) په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې د ولایتي ادارې او نورو مسؤولینو په ملتیا به د مظلومانو له حقونو دفاع وکړي او د شریعت په رڼا کې به فیصلې صادرې کړي.

 یاده غوڼده د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده .

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی