د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۰:۳۸
د پکتیکاولایت د مرافعه محکمې د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول میاشتې په لومړۍ نېټه د پکتیکاولایت د مرافعه محکمې لپاره نوی رئیس محترم مفتي محبوب الرحمن «نقشبندي» د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت قضائي او اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

 یاده غونډه چې د پکتیکاولایت د مرافعه محکمې په تالارکې جوړه شوې وه او د مرافعه، ښاري ابتدائیه محاکمو د قضائي او اداري مسؤولینو اوکارکوونکو، د مرافعه محکمې پخواني رئیس محترم مفتي عبیدالله« خالد» او د دې محکمې اوسني رئیس محترم مفتي محبوب الرحمن«نقشبندي» په کې ګډون درلود د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې پخواني رئیس محترم مفتي عبیدالله«خالد» د قضاء د اهمیت او استقلالیت په اړه  هراړخیزه وینا وکړه او د نوي رئیس د شخصیت ستاینه یې وکړه.

دغه راز د یاد ولایت د مرافعه محکمې د مدني او عامه حقونو دېوان رئیس محترم الحاج مولوي عبیدالله «فیاض» د تېر شل کلن جهادي دور او انقلاب د زحمتونو په اړه خبرې وکړې او نوي معرفي شوي رئیس ته یې د قاضي صاحبانو او کارمندانو د اطاعت او په کارونو کې د اخلاص او صداقت په اړه اطمینان ورکړ.

نوموړي له پخواني رئیس الحاج مفتي عبیدالله«خالد» څخه مننه وکړه او نوي رئیس ته یې هرکلی ووایه.

ورپسې د مرافعه محکمې لپاره نوي معرفي شوي رئیس محترم مفتي محبوب الرحمن«نقشبندي» په خپلو خبرو کې د قضاء د اهمیت، منصب او د ریاست د خدمت په اړه تفصیلي وینا وکړه وویل چې عدالت راوستل او عدالت پلي کول مو اساسي وظیفه ده.

نوموړي زیاته کړ ه،  لوی جهاد د خپل نفس سره دی او د اسلامي امارت هر خادم او کارمند باید په خپل نفس باندې پوره تسلط ولري.

 محترم مفتي محبوب الرحمن«نقشبندي» وویل، د مراجعینو کارونو ته باید په وخت سره رسېدنه وشي او په کارونوکې یې بدون له کوم شرعي عذر څخه ځنډ واقع نشي.

یاده معرفت غونډه د مرافعه محکمې د جزاء دېوان د رئیس محترم محمد«مختاري» لخوا په اختطامیه دعاسره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی