د هلمند ولايت د مرافعه محکمې اداري غونډه ترسره شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۹:۴۲
د هلمند ولايت د مرافعه محکمې اداري غونډه ترسره شوه

 

د  ١٤٤٥ هـ ق د ربيع الاول مياشتې په ١٦مه نېټه د هلمند ولایت د مرافعه محکمې ریاست په مقام کې د يادې محکمې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد نبي (حماس) په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه.

په دې اداري غونډه کې د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو رئیسانو، ښاري ابتدائیه محکمې رئیس، د ښاري ابتدائیه محکمې د ټولو دېوانونو رئیسانو، عمومي مرکزي لوي محبس مسؤل او د تحریرات عمومي آمر ګډون درلود. ياده غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې محترم مولوي محمد نبي (حماس) د غونډې اجنډا ګډونوالو ته بیان کړه، چې په  اجنډا کې شامل موضوعات د بندیانو راتګ محکمې ته هغه بندیان چې د ابتدائیه محاکمو مربوط وي، د قضائي پلاوي ټاکل، د بندیانو انتقال بل ولایت ته، د بندیانو ملاقات، د خوراکي توکواو نورو اجناسو پرېښودل بندیانو ته او په يو شمېر نورو موضوعاتو بحث ترسره شو او غونډه د دعائیې په لوستلو سره ته پاى ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی