د ننګرهار محاکمو په يوه مياشت کې د (۷۰۴) دوسیو پر حل او فصل سربېره، (۹۲۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۴:۱
د ننګرهار محاکمو په يوه مياشت کې د (۷۰۴) دوسیو پر حل او فصل سربېره، (۹۲۵) وثیقې هم اجرا کړې دي


د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۸/ ۴/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۸/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې د (۷۰۴) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۹۲۵) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
 د ننګرهار ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۳۲۸) حقوقي دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۳۴) دوسیې مکتوبي اجرا شوې، د (۲۰۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۰) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
 د ننګرهار ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۳۰۶) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
 له دې جملې څخه (۵۹) دوسیې مکتوبي اجرا شوې، د (۳۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۶۷) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۱۳۵) حقوقي دوسیې ته واردې شوې دي.
له دې جملې څخه (۱۸) دوسیې مکتوبي اجرا شوې، د (۱۰۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۸) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار محاکمو په يوه مياشت کې (۹۲۵) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی