د پکتیا په مرافعه محکمه کې د دعوت ارشاد غونډه ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۱:۱۶
د پکتیا په مرافعه محکمه کې د دعوت ارشاد غونډه ترسره شوه


د روان ۲۹/ ۵ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه د سترې محکمې د عالي مقام د دعوت او ارشاد ریاست رئيس محترم الحاج مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يو پلاوي د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې له عمومي رئيس محترم الحاج مفتي عبیدالله (خالد)، د پکتیا ولایت مرافعه او ښاري ابتدائيه محکمې له قضائي، اداري او نظامي کارکوونکو سره غونډه وکړه.
یاده غونډه کې لومړی د پکتیا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) خبرې وکړې او د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رئيس او ورسره مل پلاوي ته يې ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې د دعوت او ارشاد رئيس الحاج مولوي عبدالعزیز (میوندي) خبرې وکړې، نوموړي په خبرو کې د الله (جل جلاله) د انبیاء کرامو اوصاف بیان کړل، علماء یې د انبیاء کرامو وارثین وبلل، په ټولنه کې یې د علماوو په ارزښت تفصیلي خبرې وکړې، په محاکمو او رسمي دفترونو کې یې د دعوت ارشاد طرزالعمل بیان کړ، د دعوت ارشاد حقیقت او مقصد یې ناستو کسانو ته توضېح او تشريح کړ.
د غونډې په دوام د دعوت او ارشاد ریاست غړي الحاج مولوي محمد عمر ناستو ګډونوالو ته د اسلامي شرعیت په رڼا کې د اسلام د مقدس دین د جیدو علماوو له اقوالو سره سم اصلاحي او زرینې ویناوې وکړې.
د غونډې په پای کې د پکتیا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) خبرې وکړې، له مرکز کابل د راغلي پلاوي څخه يې د زړه له تله مننه وکړه، د هغوی په راتلو یې خوښي وښوده، د پکتیا ولایت مرافعه محکمې اړوند کارمندانو ته د دعوت او ارشاد د طرزالعمل سره سم د اصلاحي مجالسو او ناستو د جوړېدو ژمنه وکړه.
یاده غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی