د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د لوګر له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۹:۵۷
د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د لوګر له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه


د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه پلاوي چې محترم مولوي سيف الرحمن (ذاکر) یې مشري کوله او مولوي عبد الوارث (سعيد) او مولوي رحمن الدين (حقاني) یې غړیتوب درلود، د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانیه میاشتې په ۲مه نېټه د لوګر ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته  سفر وکړ.
 ياد پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د لوګر ولایت د مرافعه محکمې له محترم رئیس سره وکتل، ورپسې يې د بندیانو ستونزو د څېړلو په موخه د دغه ولایت له مرکزي زندان (محبس) څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس اړوند د ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او نظرونه يې له ځان سره وليکل او بیا يې د اړونده محاکمو له مسؤولینو سره شریک کړل.
د سترې محکمې د عالي مقام لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (۶) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، ښاري مرافعه محاکمو اړونده دېوانونو ، وثایقو آمریت او حقوقو آمریت څخه په جلا ډول لیدنې وکړې.
نوموړي پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه تر سره کړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
ياد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او لوژستیکي نیمګړتیاوې له ځان سره وليکلې او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د لوګر ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ټول ستونزې يې په جلاـ جلا توګه ورسره شريکې کړې.
د ياد سفر په دوام مؤظف پلاوي د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې، د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړوندو ستونزو د حل په اړه یې د هغوی نظرونه هم واورېدل او د محاکمو پر وړاندې شته ستونزې او د خلکو شکایتونه یې په دقیق او هر اړخیزه توګه وڅېړل.
 د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک دوولس ورځنی سفر د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانیه میاشتې په(۱۴مه) نېټه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی