د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د ياد ولايت د درېیو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۱:۴۹
د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د ياد ولايت د درېیو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

 د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبدالله (فرقاني) او د مرافعه محکمې د تحریراتو آمر شفیع الله (عابد)  د علینګار، علیشنګ او قرغه يي ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د مرافعه محکمې رئيس د یادو ولسوالیو د ابتدائيه محاکمو مسؤولینو ته د چارو د ښه ترسره کولو په موخه لازم هدایات وکړل او وویل، د الله تعالی د مخلوق کارونه باید ونه ځنډېږي، د خپلو چارو لپاره یو منظم مهال وېش وټاکئ تر څو د مراجعینو ستونزې په خپل وخت سره حل شي.
د ليدنې په وروستيو کې د یادو محاکمو دوسيې، اندراج کتابونه او د حاضرۍ کتابونه وکتل شول، د يادو کتابونو د نیمګړتیاوو په اړه يې ورته لازمه لارښوونه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی