کابل کې دوو متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه
نن پنجشنبه (۲۰/ رجب المرجب/ ۱۴۴۵هـ ق) نېټه د کابل ښار د ابتدائيه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د الف جز لخوا دوو متهمينو ته د نامشروع اړيکو په تور ۳۵ـ ۳۵ دُرې تعزيري سزا ورکړل شوه.
د یادو کسانو دوسیې محکمې ته تر راجع کېدو وروسته د کابل ښار د ابتدائيه محکمې د څلورم زون د جزا دېوان له لوري په غور او دقت وڅېړل شوې.
یاد دېوان متهمینو ته پر شپږ مياشتې تنفيذي بند سربېره د ۳۵ـ ۳۵ دُرو تعزیري سزا حکم وکړ.
د جزا دېوان دغه حکم نن پر متهمینو تطبیق شو او هر متهم ته ۳۵ دُرې تعزیري سزا ورکړل شوه.
