د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۰:۲۳
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۶مه نېټه د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید) په مشرۍ د مدیریتونو او  آمریتونو د تېرو فعالیتونو او لاسته راوړنو د ارزونې او د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د لا ډېرې تقویې په موخه غونډه وشوه.

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.  

په یاده غونډه کې د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوی چارو عمومي ریاست رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید)، د ریاست د دفتر عمومي مدیر مولوي خان محمد (مستغفر)، د پېژند عمومي مدیر مولوي نورمحمد (قتیبه)، د تفتیش او کنټرول عمومي مدیر مولوي عبدالرؤف (عمری)، د دعوت او ارشاد عمومي مدیر مولوي رحیم الله (منیب) او نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.

د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوی چارو عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید) د مدیریتونو او آمریتونو د ښه کار ستاینه وکړه.

دغه راز یې د مسؤولیتونو د لاښه ادا کولو لپاره مسؤولینو لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې وویل، د مسؤولیتونو د ښه ترسره کولو لپاره لومړی اصل د مسؤولینو ترمنځ اتحاد، همکاري او همغږي ده.

محترم مولوي (سعید) زیاته کړه، که غواړی مسؤولیتونه مو په آسانه ترسره شي نو له الله (جل جلاله) څخه توفیق وغواړئ، په خپل منځ کې یووالي او همغږۍ وساتئ.

غونډه د نورو ګډونوالو تر نظرونو اورېدو وروسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی