په نیمروز ولایت کې د محاکمو په حکم دوه ټنه نيشه‌يي توکي وسوځول شول

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۳:۳۷
په نیمروز ولایت کې د محاکمو په حکم دوه ټنه نيشه‌يي توکي وسوځول شول

په ۱۹/ ۱۱/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه نیمروز ولایت کې نږدې دوه ټنه نيشه‌يي توکي په داسې حال کې له ښاره په لرې پرته سیمه کې وسوځول شول چې د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ عبدالخالق (محمدي)، د نیمروز ولايت والي شیخ محمد قاسم (خالد)، د نيشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير عبدالواسع (ریحان)، د ابتدائيه او مرافعه محاکمو د امنیت عامه دېوانونو رئیسانو [مولوي الله یار (حلیم) او حافظ مولوي سید شاه (سعید)]، د ملکي او نظامي ادارو مسؤولينو حضور درلود.
د یادو نشه يي توکو د سوځولو په پار جوړه شوې غوڼده کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس وویل، د نېشه‌يي توکو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان او د ښاري محکمې د پرېکړې پر اساس د يادو نېشه‌يي توکو په تړاو (١۵۰) کسان نيول شوي او په بند محکوم شوي دي.
محترم محمدي زیاته کړه، د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د فرمان له مخې په ټول هېواد کې د نېشه‌يې توکو کښت، توليد او پلور منعه شوی، د یاد ولایت له اوسېدونکو يې وغوښتل چې د نېشه‌يي توکو له کښت او پلور څخه ډډه وکړي؛ د سرغړونې پر مهال له ټولو سره اصولي چلند کېږي.
په دې غونډه کې د نیمروز والي وویل، د دغه ولایت مربوطه ادارې د نېشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې پوره ژمنتیا لري او د نېشه‌يي توکو د کښت، پېر او پلور په اړه د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د فرمان د پلي کولو په موخه د امنيتي مسؤولینو په هڅو نږدې دوه ټنه نېشه‌يي توکي کشف او د محکمې د حکم له مخې مجرمين په بند محکوم شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې رئيس زابل ولايت ته سفر وکړ

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمدګل (صياد)، په ۱۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه زابل ولايت ته سفر وکړ.
محترم مولوي صیاد د دغه سفر پر مهال د یاد ولايت له نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،. . .

بیا په خبرونو کی