خوست ولایت کې (۹) مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۱۳:۲۶
خوست ولایت کې (۹) مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنيت دېوانونو د پرېکړو په اساس نهه (۹) تنو ته د غلا، نامشروع اړیکو، فریبکارۍ، رشوت او شراب خرڅولو په جرم نن پنجشنبه ۲۶/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې د یادو کسانو له ډلې دوه مجرمين پر ۱۸ میاشتو تنفیذي بند او (۳۹) دُرو تعزیري سزا، یو مجرم پر درې کاله تنفیذي بند او (۳۹) دُرو تعزیري سزا، یو مجرم پر یوه کال تنفیذي بند او (۳۵) دُرو تعزیري سزا، یو مجرم پر یوه کال تنفيذي بند، یو مجرم پر یوه کال تنفیذي بند او (۳۹) دُرو تعزیري سزا، یو مجرم پر دوه کاله تنفیذي بند او (۳۹) دُرو تعزیري سزا، یو مجرم پر شپږو میاشتو تنفیذي بند او (۳۵) دُرو تعزیري سزا او وروستی مجرم پر (۳۹) دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د خوست ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي امین الله (منیب)، د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس مولوي نقیب الله (ذاکر)، قضائي، نظامي منسوبینو او عام هېوادوالو ګډون درلود.
یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر مجرمينو تطبیق شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی