د فاریاب ولایت د نظامي محکمې د قوماندانۍ لپاره د نوي ټاکل شوي قوماندان د معرفت غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۵:۴۱
د فاریاب ولایت د نظامي محکمې د قوماندانۍ لپاره د نوي ټاکل شوي قوماندان د معرفت غونډه وشوه

 د قضائيه قوې د محاکمو امنيتي او اجرائيوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د فاریاب ولایت د نظامي محکمې د څانګې په انګړ کې نن د سه شنبې ورځ ( ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یادې څانګې قوماندانۍ لپاره نوی ټاکل شوی قوماندان مولوي محب الله اړوند مسؤولینو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو او رسماً یې خپله دنده پيل کړه.
په دې غونډه کې د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان حافظ حکمت الله (آغا ذهین)، د پېژند عمومي مدیر مولوي نور محمد (قتیبه)، د فاریاب د نظامي محکمې د څانګې رئیس مولوي عبدالعلي (انقیادي)، د یادې محکمې مفتي حکمت الله حکمت او نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
یاده غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد عمومي مدیریت مدرس مولوي عبدالله جان (عابد) وینا وکړه وویل، دا اسلامي نظام د الله تعالی له لوري لوی نعمت دی چې موږ ته راکول شوی؛ ټول مسؤولین او منسوبین د دغه نعمت د شکر په ادا کولو مکلف دي.
د غونډې په دوام د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان پر اتفاق، اتحاد او ورورولۍ ټینګار وکړ وویل، ټول مؤمنان سره وروڼه دي، خپل منځي اتحاد او اتفاق وساتئ، ترڅو مو ستونزې بې له ځنډه حل او فصل شي او الهي مسؤولیت مو ادا شي.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۸) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې (۱۵) مجرمینو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ)، شيشې، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو، په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۱:۵۳
Background image

د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دویمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعالیتونه ترسره کړي دي:
1-    د دویمې ربعې په جریان کې د مرکزي تمیز عالي ریاست د تېرې ادارې اړوند (۴۱۲). . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۱:۵۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې د قومونو ترمنځ (۸۰) کلنه د شخړې او یوه د قتل موضوع حل شوه

د پکتيکا ولايت دنکه او مټاخان ولسواليو ابتدائیه محاکمو مسؤولينو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين ږیرو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۷هـ ق د شعبان المعظم میاشتې په ۲مه او ۳مه نېټه د څلورو قومونو ترمنځ. . .

بیا په خبرونو کی