د خوست ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې (۵۲) عرض پاڼو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۳:۴۸
د خوست ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې (۵۲) عرض پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د خوست ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې له ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې پورې (۵۲) حقوقي عرض پاڼو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
له دې جملې څخه (۳۱) عرض پاڼې د مصالحې له لارې حل او فصل شوې، (۱۷) عرض پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۲) عرض پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۲) عرض پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض پاڼې د اجراآتو لاندې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی