د کونړ ولایت د مرافعه محکمې نوي رئيس محترم مولوي محمد ايوب د معرفت غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۴:۵۵
د کونړ ولایت د مرافعه محکمې نوي رئيس محترم مولوي محمد ايوب د معرفت غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې نوی رئيس مولوي محمد ایوب (قلم) او یادې محکمې د مدني دېوان رئيس مولوي عبدالرشید په ۱۴/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولایت اړوند محاکمو او نورو امارتي مسؤولینو ته ور وپېژندل شول او رسماً یې خپلې دندې پیل کړې. 

د یادو مسؤولینو د معرفت غونډه کې د ولایت مقام مرستیال محترم عبدالله (حقاني)، د مرافعه محکمې مخکني رئیس محترم مولوي عزیزالرحمن (حقاني)، قاضي صاحبانو، اداري کارکوونکو او د امارتي ادارو رئيسانو ګډون درلود.
 غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د کونړ ولایت مرستیال والي، د مرافعه محکمې مخکني رئيس او د مرافعه محکمې نوي رئیس اړوند ټولو قضائي او اداري کارکوونکو ته په خپلو ور سپارل شويو دندو کې د امانت، صداقت او یادو مسؤوليتونو د اهمیت په اړه مهمې سپارښتنې وکړې.
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون تميز عالي ریاست له خوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي ریاست د دفتر رئیس محترم مولوي محمد عمر (عمري) په مشرۍ؛ د سترې محکمې د کاري پلان او ارزونې فورم د تشرېح په موخه، په ۳/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ؛ چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) په مشرۍ؛ د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د تېرې اوونۍ د. . .

بیا په خبرونو کی