د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۳۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۳:۵۷
د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۳۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه محکمې، ښاري محکمې، نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۱۳۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۳) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۱۷۳) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۲) دوسیې فیصله شوې، (۱۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۵۰) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۴) دوسیې فیصله شوې، (۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۸۳) وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۱:۱۸
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي حفيظ الله (محمدي) د معرفت غونډه وشوه

د بلخ ولايت مرافعه محکمې نوی رئيس محترم مفتي حفيظ الله (محمدی)؛ په ٢٥/ ۱ / ١٤٤٧هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولايت مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دیوانونو رئیسانو، د وثیقو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۱:۲
Background image

د پکتيکا ولايت مرافعه محکمې نوي رئيس محترم مولوي محمود سید (مخلص) د معرفت غونډه وشوه

د پکتيکا ولايت مرافعه محکمې نوی رئيس محترم مولوي محمود سيد (مخلص)؛ په ۲۱/ ۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ولسواليو ابتدائیه محاکمو قضائي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د غزني ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د نوي رئيس محترم مولوي عبدالمجید د معرفت غونډه وشوه

د غزني ولايت ښاري ابتدائيه محکمې نوی رئيس محترم مولوي عبدالمجيد او نورو قضائي غړو د معرفت غونډه په ۲۰/ ۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د مرافعه محکمې په ریاست کې ترسره شوه.
 غونډه د تحريراتو آمر لخوا. . .

بیا په خبرونو کی