د کابل ولايت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۱۶۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۲۱
د کابل ولايت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۱۶۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې په دوو اونيو کې له (۱ /۵ /۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۱۵ /۵ /۱۴۴۶هـ ق نېټې پورې (۱۶۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې ته په دوو اونيو کې (۱۲۸) دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲) دوسيو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۶۰) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون د قضائي مرستيال محترم شیخ نور الله (منیر) په مشرۍ؛ په ۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست رئیس محترم مفتي شرف الدین (یاسیني)، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب غرب زون اړوند د نیمروز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په  مشرۍ يو پلاوي چې مفتي محمد اسلام (مسلم). . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۴۶
Background image

په کابل ولايت کې (۶۵) کیلو د انسان ویښتان وسوځول شول

د کابل ولایت اړوند د چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په حکم (۶۵) کیلو د انسان ویښتان؛ په ۲۲ /۶ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټه وسوځول شول.
 یاده اندازه ویښتان د امنيتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نيول. . .

بیا په خبرونو کی