د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۱:۵۹
د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس ښاغلي مفتي عبدالشکور(رشاد آخندزاده) په مشرۍ د محاکمو د قضائي غړو، د یاد ولایت د استخباراتو ریاست، امنیه قوماندانۍ او ګڼو نورو ادارو د استازو او مسؤولینو په ګډون په 11/5/1446هـ ق نېټه د اړوند ارګانونو ترمنځ د پیاوړې همغږۍ رامنځته کولو په موخه غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې د ياد ولايت د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته تر ښه راغلاست وروسته وويل، هغه موضوعات چې چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کوي، را په ګوته کړئ؛ چې د حل او فصل په موخه یې اړین ګامونه واخيستل شي او په دې برخه کې باید لا ډېرې هڅې او کار وشي.
نوموړي زیاته کړه، له خلکو سره غوره سلوک وکړئ، باید غږ یې واورېدل شي او ستونزو ته يې پر وخت رسېدنه وشي؛ ځکه چې د اسلامي نظام بقاء د حقوقو په ورکړه کې ده.
د غونډې په پای کې ټولو مسؤولينو په خپل وار خبرې وکړې او ډاډ يې څرګند کړ چې د محاکمو خپلواکۍ او پرېکړو ته پوره درناوی لري او ژمن دي چې د دوی حکمونه پر وخت پلي کړي.
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د اووم زون (بلخ) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د اووم زون (بلخ) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت. . .

بیا په خبرونو کی