د کونړ ولايت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۳:۵۷
د کونړ ولايت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولايت د مرافعه محکمې محترم رئیس مولوي محمد ایوب (قلم) په مشرۍ د حقوقو آمریت آمر، د ابتدائيه محاکمو د حقوقو مدیرانو او محررینو په ګډون په ۲۸ /۴ /۱۴۴۶هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د غونډې په ارزښت، له مراجعینو سره په غوره چلند، حاضرۍ ته په پابندۍ، په اسلامي نظام کې د اداري فساد په کلکه مخنیوي، حوزوي صلاحیتونو ته په ځانګړې پاملرنه او په چارو کې په شفافیت خبرې وکړې او تر څنګ يې د حقوقو کارکوونکو ته په ځانګړې ډول لارښوونې وکړې.
نوموړي زياته کړه، په محاکمو کې د پرېکړو د تطبیق مرجع د حقوقو آمریتونه او مدیریتونه دي، نو باید په خپله برخه کې په اصولي توګه اجراآت ترسره کړئ او لومړي کسان تاسو یاست چې مراجعین درسره مخامخ کېږي، نو هیله ده چې له دوی سره غوره چلند وکړئ او په چارو کې مو موخه د اسلامي نظام خدمت او د الله تعالی رضا وګرځوئ.
د غونډې په وروستيو کې ګدونوالو په خپل وار سره خبرې وکړې او د خپلو اجراآتو په تړاو يې ډاډ څرګند کړ.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې رئيس زابل ولايت ته سفر وکړ

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمدګل (صياد)، په ۱۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه زابل ولايت ته سفر وکړ.
محترم مولوي صیاد د دغه سفر پر مهال د یاد ولايت له نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،. . .

بیا په خبرونو کی