د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د پنځو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۴:۲۷
د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د پنځو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد)؛ د مدني او عامه امنیت دېوان د رئيس مفتي عبدالله (ديوبندي)، د وثایقو او اسنادو د ثبت او مخزن آمریت قضائي محرر مولوي سیدالرحمن (سعید) او د تحریراتو آمر قاري میرزامحمد (رشیدي) په ملتیا د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الآخره مياشتې په ۲۶مه او ۲۷مه نېټه د جاني خېلو، ډنډپټان، څمکنيو، لژه منګل او ځاځي آريوب ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئیس د ليدنې په پیل کې له قضائي غړو او اداري کارکوونکو سره وکتل، له اجراآتو یې څارنه وکړه او مسؤولینو ته په خطاب کې یې وويل، خپلې چارې د الله تعالی د رضا په خاطر د اسلامي امارت د اصولو، لوایحو او طرزالعملونو سره سمې ترسره کړئ، حق حقدار ته وسپارئ او هره موضوع په دقیق او شفاف ډول وڅېړئ، له مراجعینو سره غوره چلند وکړئ او له یو بل سره ښه همغږي ولرئ.
په پای کې یاد پلاوي له ولسوالانو، امنيه قوماندانانو او نورو مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره کړې او په امنیتي او ټولنيزو چارو يې خبرې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۰۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۴۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۳ /۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۰۵) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۱۸) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۱۸) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې يو کس په کې وژل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان محرر مولوي حکیم الله (وقار) په ملتیا، په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د خوست ولایت له مرکزي. . .

بیا په خبرونو کی