د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۸۵۱) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۱:۴۹
د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۸۵۱) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له ( ۱۵/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۱۸۵۱) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
۱- د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزې په دوو اونيو کې (۱۳) نکاح خطونه، (۱۲) قبالې، (۱۷) زوجيت خطونه او (۱۹) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۲- د سندونو او وثیقو د ثبت دویمه حوزه:
 د سندونو او وثیقو د ثبت دویمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۱۰) نکاح خطونه، (۸) قبالې، (۱۲) زوجیت خطونه او (۱۵۰) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۳- د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۸۹) نکاح خطونه، (۵) قبالې، (۱۵) زوجيت خطونه او (۱۱۰) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۴- د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمې حوزې په دوو اونيو کې (۴۴۲) نکاح خطونه، (۱۶) قبالې، (۱۷) زوجیت خطونه او (۷۱) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۵- د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمې حوزې په دوو اونيو کې (۳۰۰) نکاح خطونه، (۶) قبالې، (۲۱) زوجیت خطونه او (۸۳) نورې بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي.
۶- د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۵۰) نکاح خطونه، (۵) قبالې، (۲۱) زوجيت خطونه او (۳۹) نورې بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۲۱
Background image

په روزګان ولايت کې څلورو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې څلورو کسانو ته له کور او محبس څخه د تېښتې په جرم او غلا په تور، نن شنبه (۱۸/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۵۶
Background image

په نیمروز ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د نیمروز ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته د غلا په تور؛ په ۱۶/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاد مجرم په درې کاله تنفيذي بند او ۳۰. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۷
Background image

د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۸۳۴) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱/۸/۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/۸/۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په. . .

بیا په خبرونو کی