د غزني مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له والي سره د همغږۍ غونډه وکړه 

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۱:۵۲
د غزني مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له والي سره د همغږۍ غونډه وکړه 

د غزني ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ياد ولایت د محترم والي، د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو، مفتیانو، او محررینو په ګډون په  ۴/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه، ورپسې محترم والي ګډونوالو ته هر اړخيزه وینا وکړه او د محاکمو له مسؤولينو سره یې ليدنه اړینه وبلله او خوښي يې څرګنده کړه.
د غونډې په دوام د همغږۍ په ارزښت خبرې وشوې او د ناستې ګډونوالو له یو بل سره د چارو د ښه ترسره کولو په موخه د هر ډول اصولي همکارۍ او ښې همغږۍ ډاډ ورکړ.
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۴۶
Background image

په کابل ولايت کې (۶۵) کیلو د انسان ویښتان وسوځول شول

د کابل ولایت اړوند د چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په حکم (۶۵) کیلو د انسان ویښتان؛ په ۲۲ /۶ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټه وسوځول شول.
 یاده اندازه ویښتان د امنيتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نيول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل دوه موضوعات حل او فصل شول

د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين ږېرو په منځګړيتوب، د ترافيکي پېښو له امله رامنځته شوې د قتل دوه موضوعات، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۴۴
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کندوز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي عبدالله (ذکي) په مشرۍ؛ چې مفتي بخت الله (مدني) او مولوي عبدالحلیم (مظهري) يې غړيتوب درلود؛ د روان. . .

بیا په خبرونو کی