د هلمند ولايت مرافعه محکمې د مسؤولینو ترمنځ غونډه وشوه 

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۴:۵۵
د هلمند ولايت مرافعه محکمې د مسؤولینو ترمنځ غونډه وشوه 

د هلمند ولایت مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم مفتي محمد (محمدي) په مشرۍ او د دېوانونو رئیسانو، مفتيانو، محررینو او د تحریراتو آمر په ګډون په ۱۴/۷/۱۴۴۶ هـ ق نېټه غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې له قضائي غړو سره د دوسیو د حل او فصل په تړاو بحث وشو او د حقوقي بندیانو د بند د نېټې په اړه هم خبرې وشوې.
د غونډې په دوام د ګډونوالو لخوا پرېکړه وشوه چې د مرافعه محکمې اړوند د جزا دېوان په مشرۍ به د زندان او بنديانو په تړاو د صنف بندۍ او د بندیانو د سن معلومولو په اړه يو پلاوی جوړ شي؛ چې د پوهنې، استخباراتو، ولایت مقام، امربالمعروف او اطلاعاتو او کلتور رياستونو پلاوي به يې هم ملتيا کوي.
د غونډې په پای کې د امنیت د ټینګښت ترڅنګ پر یو شمېر نورو موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۳۱
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې پلاوي د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولايت مرافعه محکمي رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په هدايت يو پلاوي د جزا دېوان رئیس مولوي فضل الرحیم (عابد) په مشرۍ؛ په ۲۱/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۲۸
Background image

د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوق آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق څخه تر ۲۹ /۸ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د عدليې وزارت له پلاوي سره وکتل

د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز فیروزکوهي)؛ د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي چې مشري یې د حقوقي مساعدینو رئیس مفتي ضیاء الحق (ثاقب) کوله، په ۲۰/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی