د ننګرهار ولايت مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي او مسلکي محررينو ته يو ورځنی سمينار ورکړل شو 

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۱:۵۴
د ننګرهار ولايت مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي او مسلکي محررينو ته يو ورځنی سمينار ورکړل شو 

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبدالشکور (رشاد آخندزاده)  په مشرۍ د يادې محکمې او ښاري ابتدائيه محکمې قضائي او مسلکي محررینو ته، په  ۱۴۴۶/۷/۲۱ هـ ق نېټه یو ورځنی سمینار ورکړل شو. 
د سیمینار په پيل کې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې يې د قضاء پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې وویل، قضاء یو دروند مسؤولیت دی، په هېڅ صورت باید غفلت او بې احتیاطي په کې ونشي.
ورپسې يې ګډونوالو ته د فیصلې لیکلو لارښود تشرېح کړ، ترڅو په ښه ډول تطبیق شي، محررین يې خپلو اړوند دندو ته متوجه کړل  چې د دنیوي او اخروي مسؤولیت په پام کې نیولو سره خپل کارونه په اخلاص، رښتينولۍ او ایماندارۍ ترسره کړي.
په پای کې يې د محاکمو مسؤولینو ته په خطاب کې وویل، له مراجعینو سره غوره چلند وکړئ، دوسیو ته په شفاف ډول رسېدنه وکړئ، فیصلې يې مه ځنډوئ، د خپلو آمرینو اطاعت کوئ، د یو او بل پر چارو کې مداخله مه کوئ، په رسمي وخت کې خپلو مسؤوليتونو ته ځانونه حاضر کړئ، کوم اصول او تعلیمات نامې چې محاکمو ته په واک کې ورکړل شوي، په سمه توګه عمل پرې وکړئ.
غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د اووم زون (بلخ) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د اووم زون (بلخ) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت. . .

بیا په خبرونو کی