په زابل ولايت کې د محاکمو د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۴
په زابل ولايت کې د محاکمو د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د زابل ولايت ارغنداب ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږيرو په منځګړيتوب پنځه مياشتې مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع، په ۲۷/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع د ارغنداب ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته له راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه؛ دواړه لوري سولې ته وهڅول شول، چې په پایله کې د قاتلانو لخوا د مقتول کورنۍ ته د ديت په ورکولو سره ياده د قتل موضوع حل او رسماً پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی