د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو په يوه مياشت کې (۴۷۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۳۲
د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو په يوه مياشت کې (۴۷۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱۵ /۹ /۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵ /۱۰ /۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو راپور په لاندې ډول دى:
د مرافعه محکمې دېوانونو اجراآت:
د کابل ولايت مرافعه محکمې دېوانونو ته په يوه مياشت کې (۲۳۲) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۲۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵) دوسیې فیصله شوې، (۳۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په يوه مياشت کې (۲۳۰) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۲۵۵) دوسیې فیصله شوې، (۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د اختصاصي محکمې اجراآت:
اختصاصي محکمې ته په يوه مياشت کې (۴۸) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

بیا په خبرونو کی