د میدان وردګ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د کارونو د شفافیت او چټکتیا په موخه غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۷:۵۲
د میدان وردګ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د کارونو د شفافیت او چټکتیا په موخه غونډه وشوه

د ميدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبدالله (فرقاني) په مشرۍ؛ د محاکمو د قضائي او اداري غړو او کارکوونکو په ګډون د کارونو د شفافیت او چټکتیا په موخه په ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ نېټه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس د وخت د ارزښت او پابندۍ په اړه وینا وکړه او د بې‌ځایه وخت ضایع کېدو د مخنیوي په اړه یې د غونډې ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي د دې لپاره چې د محاکمو کړنې تر پوښتنې لاندې رانشي او د خلکو کارونه په خپل وخت او شفاف ډول ترسره شي، د قضائي او اداري چارو په شفافیت او چټکتیا یې ټینګار وکړ.
دغه راز په دې غونډه کې د امارتي او شخصي ځمکو اړوند دعواوو د حل او فصل په موخه ځانګړی هر اړخیز بحث هم ترسره شو.
د غونډې په وروستيو کې ګډونوالو د کارونو د لا ښه ترتیب او تنظیم په موخه خپل نظرونه وړاندې کړل.
 غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۵۱
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه میاشت کې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه میاشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۱۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۱۱) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۲۳
Background image

د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت (۱۵) ولسوالیو ابتدائيه محاکمو ته سفر وکړ

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعيب)، د یادې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي نصیراحمد (حقاني) او د جزا دېوان مفتي مولوي محمد اصغر په ملتیا، د ۱۴۴۷هـ ق کال د. . .

بیا په خبرونو کی