د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۳۲۱۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۴۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۱:۴۶
د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۳۲۱۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۴۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کابل ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د وثايقو آمريتونو او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په یوه میاشت کې (له  ۱/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر  ۳۰ /۲ / ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۳۲۱۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۴۷) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د جزائي دوسیو په برخه کې:
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې (۱۷۹۰) دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د حقوقي دوسیو په برخه کې: 
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې (۷۲۰) دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د تجارتي دوسیو په برخه کې:
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې (۷۰۰) دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د وثیقو په برخه کې:
د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت آمریتونو او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (۲۷۴۷) بېلابېلې وثیقې اجرا‌‌ کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۳۲۱۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۴۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کابل ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د وثايقو آمريتونو او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په یوه میاشت کې (له  ۱/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر  ۳۰ /۲ / ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۳۲۱۰) دوسيو ته پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۵۷
Background image

د فراه ولايت مرافعه محکمې يوه پلاوي د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د فراه ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ غلام رسول (احساني) د شفاهي هدایت پر اساس د دې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي محمد اسماعیل (منصور) په مشرۍ پلاوي، چې د یاد دېوان مفتي، د ښاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د فارياب ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د محترم مولوي عبدالولي (مصباح) په مشرۍ د قضائي پلټنې يوه پلاوي چې مولوي عبدالحليم (مظهري) او عبدالله (ذکي) یې غړيتوب درلود؛ د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د. . .

بیا په خبرونو کی