د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۳۸۰۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۱۸۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۲۲
د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۳۸۰۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۱۸۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کابل ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د وثايقو آمريتونو او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۳۰ /۳ / ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۳۸۰۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۱۸۴) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د جزائي دوسیو په برخه کې:
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې (۲۰۷۱) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د حقوقي دوسیو په برخه کې: 
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې (۸۱۴) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د تجارتي دوسیو په برخه کې:
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې (۹۱۸) تجارتي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د وثیقو په برخه کې:
د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت آمریتونو او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (۳۱۸۴) بېلابېلې وثیقې اجرا‌‌ کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲۴
Background image

په فراه ولايت کې (۱۴) متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۴) کسانو ته د لواطت په تور؛ په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۴۸
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۸۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۱۰ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۵۸۵) دوسيو ته پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په کابل ولايت کې څلورو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په جرمونو، په ۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابت. . .

بیا په خبرونو کی