د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۴۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۲۷
د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۴۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۲۲/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۴ /۷ / ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۴۴۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۴۴) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۳۲۹) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۷۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۲) دوسیې فیصله شوې، (۷۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۳۰) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۱) دوسیې فیصله شوې، (۱۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۴) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۵
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس د عدلیې وزارت له پلاوي سره وکتل

د خوست ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل) په ۲۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه، د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۵۴
Background image

په بلخ ولايت کې يوه کس ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د بلخ ولايت اړوند د بلخ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته د نامشروع اړيکو په جرم او زنا په تور، په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲۴
Background image

په فراه ولايت کې (۱۴) متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۴) کسانو ته د لواطت په تور؛ په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو. . .

بیا په خبرونو کی