د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۰۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۵۵
د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۰۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۵) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۲۷۱) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۵۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۳) دوسیې فیصله شوې، (۴۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۲۳۲) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۴۰) دوسیې فیصله شوې، (۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د پکتيا ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۸۵) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۵۴
Background image

په بلخ ولايت کې يوه کس ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د بلخ ولايت اړوند د بلخ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته د نامشروع اړيکو په جرم او زنا په تور، په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲۴
Background image

په فراه ولايت کې (۱۴) متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۴) کسانو ته د لواطت په تور؛ په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۴۸
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۸۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۱۰ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۵۸۵) دوسيو ته پر. . .

بیا په خبرونو کی