د روزګان ولايت مرافعه محکمې يوه پلاوي د یاد ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه
د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په هدایت، د دې محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي دوست محمد (سعید) په مشرۍ يوه پلاوي، چې د مدني دېوان رئیس مولوي محمدنعیم، د ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کریم الله، د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنیت دېوان مفتي مولوي عبدالغفار او د ښاري ابتدائیه محکمې د مدني دېوان مفتي عبدالمالک یې غړیتوب درلود؛ د یاد ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې ياد پلاوي د بندیانو د احوال پوښتنه وکړه، د هغوی اړتیاوې یې وپوښتلې، په ځانګړي توګه د هغو بندیانو چې په حقوقي موضوعاتو کې د خلکو د پورونو له امله، یا هم د محاکمو نهائي او قطعي حکمونو څخه د سرغړونې له امله بندیان شوي وو، د دوی د منقول اموالو او غیر منقولو اموالو د لرلو یا نه لرلو په اړه د هغوی اظهارات له ځان سره ولیکل او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
دغه راز د ليدنې په پای کې یاد پلاوي د زندان مسؤولینو ته د بندیانو د ستونزو د حل په موخه سپارښتنې وکړې او ټولو بندیانو د یاد پلاوي له ورتګ څخه خوښي وښوده.
