د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۱:۹
د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، په ۲۰/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د قتل خطا موضوع حل او فصل شوه.
دغه موضوع د پیرې پر مهال رامنځته شوې وه، چې له امله یې يو مجاهد په شهادت رسېدلی و.
دغه موضوع نظامي محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، د موضوع طرفین سولې ته ترغيب شول او دوی هم ومنله.
د قاتل لخوا د مقتول وارثينو ته ديت ورکړل شو؛ قاتل ته بخښنه وشوه او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۱۹
Background image

د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ د محاکمو د اداري چارو د لا بهبود په موخه غونډه وشوه

د سترې محکمې د اداري مرستیال محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب په مشرۍ، د سترې محکمې د مرکزي اداري ریاستونو د ټولو رئیسانو په ګډون، نن دوشنبه (۲۶/۱۰/۱۴۴۷هـ ق) نېټه د محاکمو د اداري چارو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۴۰
Background image

په ميدان وردګ ولايت کې څلورو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت سيدآباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د زنا او لواطت په تور؛ نن دوشنبې (۲۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۵۳
Background image

په زابل ولایت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې یو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس په درې کاله تنفيذي بند او ۳۹. . .

بیا په خبرونو کی