د هلمند ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۶۶۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۱۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۰:۵۵
د هلمند ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۶۶۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۱۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د هلمند ولايت مرافعه، ښاري ابتداٸيه او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۹/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۶۶۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۱۹) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د هلمند ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۵۲۵) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۲۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۲) دوسیې فیصله شوې، (۲۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د هلمند ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۵۴۱) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۴۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۳۶) دوسیې فیصله شوې، (۱۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د هلمند ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۱۹) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.‎

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۵
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس د عدلیې وزارت له پلاوي سره وکتل

د خوست ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل) په ۲۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه، د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم. . .

بیا په خبرونو کی