د کابل مرافعه محکمې مرستيال د یاد ولايت د قضايای امارت له پلاوي سره وکتل

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۹
د کابل مرافعه محکمې مرستيال د یاد ولايت د قضايای امارت له پلاوي سره وکتل

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال محترم مفتي محمد مبین (الطاف)، نن يکشنبې ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په خپل کاري دفتر کې د کابل ولایت د قضایای امارت له پلاوي سره وکتل.
په پیل کې د مرافعه محکمې مرستیال د قضایای امارت پلاوي ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې د کابل ولایت د قضایای امارت د ښاري چارو مدیر مسعود احمد عزیزي، د امارتي قضایاوو او دوسیو د حل په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل. 
د ليدنې په دوام مدعي‌بالعموم مولوي طلا محمد او اداري مدیر اعجازالحق هم خپلې خبرې او نظریات شریک کړل.

په پای کې د مرافعه محکمې مرستیال د شته موضوعاتو د حل لپاره لازمې لارې چارې بیان کړې وویل، اسلامي نظام له موږ څخه زیاته قرباني غواړي، نو اړینه ده چې شپه او ورځ په اخلاص او صداقت سره خپلې دندې ترسره کړو او د عامه حقوقو څخه په اصولي ډول دفاع وکړو، تر څو خپل مسؤولیت په سمه توګه ادا کړو.
لیدنه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۹
Background image

په غزني ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن یکشنبې ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د ګیلان ولسیوالۍ ابتدائیه محکمې دغه متهم پر يو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۹
Background image

د کابل مرافعه محکمې مرستيال د یاد ولايت د قضايای امارت له پلاوي سره وکتل

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال محترم مفتي محمد مبین (الطاف)، نن يکشنبې ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په خپل کاري دفتر کې د کابل ولایت د قضایای امارت له پلاوي سره وکتل.
په پیل کې د مرافعه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۹۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۹۲) دوسيو ته پر. . .

بیا په خبرونو کی