د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۸۱۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۵۹
د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۸۱۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۸۱۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۴۳۰) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۵۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۲۵) دوسیې فیصله شوې، (۵۷) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۱۹۵) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۲۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۲) دوسیې فیصله شوې،(۲۷) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
 د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۱۷) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۳) دوسیې فیصله شوې، (۳۱) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۱۹
Background image

د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ د محاکمو د اداري چارو د لا بهبود په موخه غونډه وشوه

د سترې محکمې د اداري مرستیال محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب په مشرۍ، د سترې محکمې د مرکزي اداري ریاستونو د ټولو رئیسانو په ګډون، نن دوشنبه (۲۶/۱۰/۱۴۴۷هـ ق) نېټه د محاکمو د اداري چارو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۴۰
Background image

په ميدان وردګ ولايت کې څلورو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت سيدآباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د زنا او لواطت په تور؛ نن دوشنبې (۲۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۵۳
Background image

په زابل ولایت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې یو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس په درې کاله تنفيذي بند او ۳۹. . .

بیا په خبرونو کی