د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د حکم په اساس، د مرافعه غوښتنې موده یوه میاشت او د تمیز غوښتنې موده درې میاشتې ټاکل شوې ده

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۷
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د حکم په اساس، د مرافعه غوښتنې موده یوه میاشت او د تمیز غوښتنې موده درې میاشتې ټاکل شوې ده

د افغانستان اسلامي امارت د زعيم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د (۳۲۵۰/۶۸۴۲) ګڼې، (۲۹ /۹ /۱۴۴۷ هـ ق) نېټې حکم او د سترې محکمې د دار الانشاء عمومي ریاست د (۳۳) ګڼې او (۱۴۴۷/۱۰/۱۴هـ ق) نېټې متحد المآل له مخې، د مرافعه غوښتنې موده د ابتدائیه محکمې د حکم د ابلاغ له نېټې څخه تر یوې میاشتې او د تمیز غوښتنې موده د مرافعه محکمې د حکم د ابلاغ له نېټې څخه تر درې میاشتو پورې ده.
د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه د دوسیو جانبینو ته خبر ورکوي، چې د اړتیا په صورت کې دې د ټاکل شویو مودو په جریان کې د مرافعه او تمیز غوښتنې ترسره کړي، تر څو اړوند مرافعه او تمیز محکمې د هغوی عرایضو او دوسیو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
دغه راز د محاکمو ټولو قدرمنو مسؤولینو ته هدایت ورکول کېږي چې د مرافعه او تمیز غوښتنې اړوند عرایض او دوسیې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) په یاد حکم کې د ذکر شوې مودې په جریان کې تسلیم او د اصولو مطابق ورته رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی