د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو مولوي عبدالغفار (منصور) او مولوي اسدالله، د ښار جوړونې او اراضۍ آمر مولوي حاجي آغا، د قضایای امارت آمر مولوي غلام رسول، د فاریاب نظامي محکمې رئيس مولوي عبدالعلي (انقیادي)، د جوزجان او سرپل د نظامي محکمې رئیس مولوي امین الله (رحیمي) په ګډون په ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه، غونډه وشوه.
په دې غونډه کې له ولایتي منسوبینو او مسؤولینو سره د عالیقدر امیرالمؤمنين (حفظه‌الله تعالی) د (١٧مې) ګڼې فرمان په اساس د غائبینو، مفقودینو او ساعین بالفساد اشخاصو د منقول او غیر منقولو ملکیتونو د څېړنې په موخه بحث او خبرې وشوې.
د غونډې په دوام په اړونده موضوع باندې د ګډونوالو لخوا هر اړخيز بحثونه وشول.
 غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی