د سترې محکمې د قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۰
د سترې محکمې د قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:
1.    د افغانستان اسلامي امارت له بېلابېلو ادارو څخه په مجموع کې (۶۲۵) مکتوبونه د هدایت غوښتنې لپاره قضائي معاونیت ته راغلي، چې د قضائي معاون صاحب له هدایت وروسته اړوند مراجعو ته استول شوي دي.
2.    د قضائي معاون صاحب د هدایت پر اساس د مختلفو موضوعاتو په هکله (۵۳۲) مکتوبونه غوښتونکو مراجعو ته صادر شوي دي.
3.    (۱۹۵) تعزیراتي دوسیې د قضائي معاون صاحب تر تائید یا تعدیل وروسته اړوند مراجعو ته لېږل شوې دي.
4.    (۲۳۵۹) عریضې د حقوقي او قضائي غوښتنو لپاره راغلي، چې د قضائي معاون صاحب له هدایت وروسته پرې احکام صادر او اړوند اصحاب دعوی یا مراجعو ته سپارل شوې او (۶۷۹) عریضې مستردې شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس د سندونو او وثیقو د ثبت آمریتونو له کارکوونکو سره وکتل

د کابل ولایت مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس محترم مولوي سعید مختار (کریمي)، د سندونو او وثیقو د ثبت آمریتونو له اداري کارکوونکو سره د کارونو د لا ښه‌والي او مراجعینو ته د اسانتیاوو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د زابل ولایت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د میزانې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شيخ غلام حضرت ابو المنذر (زاهدي) په مشرۍ يوه هيئت، چې د مرافعه محکمې د عامه امنیت دېوان رئيس مفتي محمد هارون (خطاب)، د مرافعه محکمې اجرائیه مدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۳۱
Background image

د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱. د قضاء او ولس (۴) خپرونې، ثبت، جوړې او د سترې محکمې د رسمي. . .

بیا په خبرونو کی